د ټورنټو د عامه کتابتون ډېر وړیا خدمتونه وړاندې کوي تر څو چې ستا سره مرسته وکړی چه خپل په نوي ښار کښې میشت سی.

زموږ څخه لیدنه وکړئ:

  • د کتابتون کارت ترلاسه کړئ کوم چه وړیا دی. هغه څه چه تاسو ورته اړتيا لری د پېژندنې دوه کارتونه دی چه په یو کی یی ستاسو نوم او پته لیکل سوی وی.
  • د کتابتون په سلو څانګو کښی د کمپتوټر او انټرنېټ سربیره د ټایپولو د پرګرامونو او ډیټابیسو څخه کار واخلی.
  • د کتابتون په ټولو څانګو کښی د وړیا وایفای انټرنټ څخه ګټه واخلی.
  • د کتابتون په یوه څانګه کښي یا په آنلاینه توګه کتابونه، فلمونه، او ډیر نور توکی په امانت لاس ته راوړی. د کتابتون توکي په څلویښتو ژبو کښی لاس ته راوړلای سی.
  • د میشت د چارو د یو کارکوونکي سره وګوری تر څو چې ستاسو سره د کار د موندلو، د موټر چلولو جواز په ترلاسه کولو اونورو چارو کی مرسته وکړی.
  • د انګلیسي د زده کړی د پاره په ټولګيو کې ګډون وکړی.
  • د ماشومانواو لویانو د پاره بریښنایی توکو سربیره د انګلیسی د زده کړی توکی لاس ته راوړی.
  • زمونږ پروګرامونو ته راسی په کوم کی چه په ډیرو موضوعاتو لکه د يو کوچني کاروبارو پیلول، د ماشومانو د پاره د کیسو وخت، او د کار لټون په اړه خبری کیږی.
  • د کتابتون په سلو څانګو کښی زمونږ د کارکونکو سره اړیکه ونیسی. موږ ستاسی د پوښتنو هرکلی کوو او ستاسو سره مرسته کوو. موږ د ډيرو ژبو ژباړونکو ته لاسرسی لرو.

د ټورنټو د عامه کتابتون په استازیتوب موږ ټول ستاسی لیدو ته سترګې په لاره یو تر څو خپل توکی ستاسو سره ستاسو د برياليتوب د پاره شریک کړو!